د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۱ زیانمنو کورنیو ته روغتیایي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په الیشنګ، دولت شاه، قرغیو ولسوالیو او مرکز کې ۶۰۱ زیانمنو کورنیو ته روغتیایي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د اوبو پاکولو ټابلیټ، صابون، د لاس وینځلو محلول، حفظ الصحې بسته، د اوبو بوتل، د کور پاکولو وسایل، د ماشومانو د روغتیا توکي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره