د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰۴ اجباري راستنېدونکو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, ۱۲۰۴ اجباري راستنېدونکو, داخلي بېځایه شویو, زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, له پاکستان او ایران څخه اجباري راستنېدونکو او د تېرو کلونو داخلي بېځایه شویو ۱۱۹۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې,۳ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, ۱۰ لیټره غوړي او یوه تخته کمپله او ۲ اړمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره