له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵۹۶ قلمه داغمه توکي لیلام ته وړاندې کړل

rahyab
Fri, May 02 2025 8:42 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د زړو او له کاره لوېدلو شتمنیو او سرچینو د ښه مدیریت په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې د شفافه او عامه لیلام پروسه ترسره کړه، چې له مخې یې ۵۹۶ قلمه بېلابېل ډوله داغمه توکي د پلور لپاره وړاندې کړل. دا لیلام د یادې ادارې په مرکز کې، د بېلابېلو برخو د ۵۰ تنه علاقمندانو او غوښتونکو په ګډون ترسره شو.
په دې بهیر کې د لیلام ټول پړاوونه په شفافه او عادلانه توګه او د اسلامي امارت د نافذو مالي اصولو او مقرراتو سره سم ترسره شول. د لیلام په پای کې، یو تن ګډونوال د ۷۶۴,۰۰۰ افغانیو په ارزښت، تر ټولو لوړ د وړاندیز قیمت په وړاندې کولو سره د لیلام رسمي ګټونکی اعلان شو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د دې ډول پروسو په ترسره کولو سره هڅه کوي، چې له یوې خوا له‌ کاره د لوېدلو شتمنیو څخه د اغېزمنې ګټې اخېستنې زمینه برابره کړي، او له بلې خوا د شفافیت او حساب‌ ورکونې اصول پلي کړي، ترڅو د خلکو باور پیاوړی شي او له ملي سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .