د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې ۴۴۵ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې او پنځه کلچې د لاس منځلو صابون وویشل شول.
د مرستې ترلاسه کوونکو کسانو له دې مرستو خوښي څرګنده کړه او پر وخت یې د مسؤلینو د رسېدنې څخه مننه وکړه.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
