له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په انګړ کې د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې غونډه ترسره شوه

rahyab
Sun, Apr 13 2025 4:40 PM
news image

نن سهار، د یکشنبې په ورځ، د اور لګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې غونډه د خطر د مخنیوي او کمولو د رئیس ملا نورمحمد بدري په مشرۍ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د نفتو او ګازو، اطفایې، افغان ملي بیمې، او د چارو د ادارې لوی ریاست د استازو په ګډون د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې، د خطر د مخنیوي او کمولو رییس ملا نور محمد بدري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، او د غیر معیاري پمپ سټیشنونو د بندولو په اړه یې خبرې وکړې.  ور پسې د غونډې هر ګډونوال د پمپ سټیشنونو د غیر معیاري والي او د هغې د مهر لاک کولو په اړه خپل نظرونه او حل لارې وړاندې کړې.
په پای کې جوړې شوې غونډې دا پرېکړه وکړه، چې د پمپ سټیشنونو د معیاري کولو لپاره باید ١٧ غیر معیاري پمپ سټیشنونه د کمېټې د هر غړي، امنیتي مسؤلینو او د رسنیو په شتون کې، راتلونکې دوشنبې ورځ مهر لاک شي. تر څو نور پمپ ستیشنونه معیاري او له خطرونو څخه یې مخنیوی وشي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/١٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .