خبرداری!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۶ مه:
د هوا پېژندنې نړیوالې نقشې پر بنسټ، د سالنګونو په شمول په کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزنی، ارزګان، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو ترڅنګ د تالندې او ناڅاپي سېلابونو احتمال شتون لري.
په یادو ولایتونو کې د باران اندازه د ۱۵ څخه تر ۵۰ مليمتره او د واورې اندازه د ۵ څخه تر ۲۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله, د یادو ولایتونو اوسېدونکي دې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.
نېټه: ۱۴۴۴/۹/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره