د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۶۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۶۰ کورنیو ته چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو او طوفانونو له امله په بشپړه او نیمه توګه زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۱۰۶۰ کورنیو ته چې په نیمه توګه زیانمنې شوي وې، هرې یوې ته ۳ تختې کمپلې، ۲۵ کیلو وریجې او ۱۰ عدده صابون ووېشل شول او ۱۰۰ نورو کورنیو چې په بشپړه توګه زیانمنې شوي وې، هرې یوې ۱ باب خیمه، ۵۰ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې او ۱۰ عدده صابون ترلاسه کړل.
نېټه:۱۴۶۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره