د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ARCI موسسې په تخنیکي همکارۍ او د WFP سازمان په مالي ملاتړ, ۳۵ زیانمنو کورنیو ته په یاد ولایت کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤولینو په شتوو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه,۹.۱ کیلو غوړي, ۱۲.۵ کیلو دال, ۱ کیلو مالګه او د مېندو او ۵ کالو څخه د کمو ماشومانو لپاره مغذي حلوا او سوپر سریل ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او مرستندویه بنسټونو څخه قدرداني وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره