د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٢٠مستحقوکورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د يادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې ٧٢٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړې کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د ٢٠٠ ډالرو معادل افغانۍ د سون توکو لپاره او د ٧٤ ډالرو معادل افغانۍ د ګرموجامو او د ٥ تختو کمپلو پېرلو لپاره ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره