له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (UN_OCHA) ترمنځ احتمالي وچکالۍ ته د ځواب وینې په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
Tue, Mar 04 2025 3:31 PM
news image

نن د سې شنبه سهار، دا غونډه د پلان او پالیسۍ د رئیس ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست برهان الدین خان، د UN_OCHA د ستراتیژۍ او همغږۍ رئیسې مانیه، د UN_OCHA د احتمالي پلانونو او نړیوالې وچکالۍ مسئولې جولیه، د UN_OCHA کارمند پاسکل، د UN_OCHA همغږي کوونکي شمس خلیلي او د دې ادارې د یو شمېر آمرینو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست برهان الدین خان، د بېلابېلو موسسو د ښې همغږۍ قدرداني وکړه او ویې ویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مشرتابه د وچکالي د مدیریت په برخه کې د فعاله موسسو سره هر ډول همکاري ته چمتو ده او د هغوی ملاتړ کوي.
د غونډې په دوام کې، په تېرو درې میاشتو کې د هیدرومتروولوجیکي پارامترونو او د راتلونکو وړاندوینو په شمول د ملي او نړیوالو سازمانونو د وړاندوینو او تحلیلونو په اړه بحث وشو او دا تحلیلونه د تیرو کلونو له ارقامو سره پرتله شول.
د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د وچکالۍ د مدیریت لپاره باید د ورښتونو ارقام او د موجوده سرچینو معلومات په دولتي ادارو او د بشري مرستو په نړیوالو سازمانونو کې سره یوځای شي او پرېکړه وشوه چې د وچکالۍ د مدیریت او رسیدنې پلان ترتیب شي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .