د ارزګان ولایت د ګیزاب په ولسوالۍ کې د غره ښوېیدو له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي

rahyab
Fri, Feb 28 2025 9:30 PM
news image

د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د ولسوال او له پېښو سره د مبارزې آمادگی ریاست د لومړنیو راپورونو له مخې، تیره شپه یوه بجه  د یادې ولسوالۍ د سرموري کلي په تالاب سیمه کې، چې یوه صعب‌العبوره سیمه ده، د غره ښویېدنه شوې ده او له بده مرغه د یوې کورنۍ اووه غړي پکښې شهیدان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابی د همغږۍ له مخې، د پېښې د رامنځته کېدو راهیسې د ملي دفاع وزارت چورلکو څو ځلې هڅه وکړه چې د ژغورنې او پلټنې عملیاتو لپاره په سیمه کې کښته شي، خو له بده مرغه، د سیمې د نه مساعدېدو له امله ونه توانېدل چې چورلکې هلته کښته شي.
د یادونې وړ ده چې، پېښه د میرزا محمد نامه د سیمې اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوه چې د نوموړي په شمول اووه شهیدان د سیمې د خلکو په مرسته له نړېدلي کور څخه را ایستل شوي دي.
د یادونې ده, چې د ادارې مشرتابه د ارزګان او دایکندي ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو ته لارښوونه کړی، ترڅو ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسیږي او د زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي. همدارنګه، اعلان کوي چې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره به لازمې مرستې وکړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .