له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوراک نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
Tue, Feb 25 2025 3:29 PM
news image

نن ورځ سه‌شنبه، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوراک نړیوال سازمان ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه، د یادې ادارې د کارکوونکو چارو رئیس؛ الحاج مولوي محمد عابد نعماني، د پلان او پالیسۍ رئیس؛ ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست؛ برهان‌الدین خان، د خوراک نړیوال سازمان د اړیکو مسؤل؛ اون شیورت، د بیړنیو چارو مسؤل؛ منصف‌الله انوري، د پلان جوړونې مسؤل؛ عبدالرزاق ایوبي، د بشري مرستو مسؤل؛ عبدالغفور نوابي او د دې ادارې یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تخنیکي پلاوي ټینګار وکړ، چې د خوراک نړیوال سازمان تل د افغانستان خلکو ته بشردوستانه مرستې رسولې دي، او له دې امله یې له یاد سازمان څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه مرستې باید دوام ومومي او پراخې شي.
یاد پلاوي د خوراک نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو او د دې ادارې د دفترونو لپاره د تجهیزاتو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، د خوراک نړیوال سازمان تخنیکي پلاوي، د دې ادارې له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د خوراک نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
یاد پلاوي ټینګار وکړ چې دواړه لوري به د غوره خدمتونو وړاندې کولو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو د رسولو بهیر د ګړندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي. هغوی همداراز ژمنه وکړه چې د تجهیزاتو برابرولو او د روزنیزو پروګرامونو د تنظیم لپاره به له نورو ډونرانو سره خبرې وکړي.
وروسته د غونډې ګډونوالو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپورونه وړاندې کړل او د بشري مرستو په برخه کې د دوامداره همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي په غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې موږ تل هڅه کوو چې له بېلابېلو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړو. نوموړي د خوراک نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې خپلې مرستې د دې ادارې له لارې ترسره کړي، ترڅو د مرستو د وېش بهیر لا اغېزناک شي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 09 2025 8:47 PM
Background image

Signing of a Joint Cooperation MoU Between ANDMA and HHAO Institute Worth $170,680

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the HHAO Institute, Honorable. . .

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .