له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د اکشن اېډ موسسې له رئیس سره د ۷۹۹,۵۱۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه

rahyab
Mon, Feb 10 2025 9:03 PM
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د اکشن اېډ موسسې له رئیس، سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې موږ د خپلو خلکو د لا ښه خدمت او هغوی ته د زیاتو مرستو رسولو په لټه کې یو، له همدې امله نه یوازې دا چې د مرستندویه موسسو ملاتړ کوو، بلکې هغوی هڅوو چې د زیانمنو خلکو سره د مرستو او د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي.
ترابي صاحب زیاته کړه چې افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې له طبیعي پېښو زیانمن دی او د وقایوي پروژو پلي کولو ته اړتیا لري، نو له موسسو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
وروسته، د اکشن ایډ موسسې رئیس، سری کانتا میسرا، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له همکاریو مننه وکړه، چې د تېرو تفاهم‌نامو د پلي کولو په برخه کې یې کړي دي، او د معلوماتو په وړاندې کولو سره هغه زیاته کړه چې دا موسسه د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي ووېل چې یاده موسسه به ۲,۸۱۲ کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې نغدي مرستې ووېشي او د ۱,۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو د واښه برابرولو په موخه په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې نغدي مرستې ووېشي.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، ۷۹۹,۵۱۴ (اووه سوه نهه نوي زره او پنځه سوه څوارلس) ډالر به ۲,۸۱۲ کورنیو ته په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې وويشل شي، چې هرې کورنۍ ته به د خوراکي توکو د برابرولو لپاره په څلورو پړاوونو کې ۱۷۲.۱۲ ډالر ورکول کېږي، او ۱,۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو واښه برابرولو لپاره هرې کورنۍ ته ۹۵ ډالر ورکول کېږي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .