د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱٩٤ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ۱٩٤ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د څلورم پړاو ۲,۸۰۰ افغانۍ د خوراکي توکو د پېرلو په موخه د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې، چې ټولټال ٥٤٣,٢٠٠ ( ٥٤٣ زره او ٢٠٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې وې.
د یادونې ده، چې په راتلونکې کې د یادو اړمنو کورنیو لپاره نورې مرستې هم په پلان کې نیول شوې دي.
نېټه: ۱۴۴۶/۷/۲٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره