د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱٩٤ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۰:۵۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ۱٩٤ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د څلورم پړاو ۲,۸۰۰ افغانۍ د خوراکي توکو د پېرلو په موخه د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې، چې ټولټال ٥٤٣,٢٠٠ ( ٥٤٣ زره او ٢٠٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې وې. 
د یادونې ده، چې په راتلونکې کې د یادو اړمنو کورنیو لپاره نورې مرستې هم په پلان کې نیول شوې دي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۷/۲٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن غرمه د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د څلور سوه نه اتیازره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹,۳۳۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ پنج شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محترم عباس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پیاوړتیا او اقلیم د نوښت (ARCID) مؤسسې ترمنځ د لس زره، اته سوه او اتیا (۱۰،۸۸۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ پنج شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان د پیاوړتیا او اقلیم نوښت مؤسسې له رئیس، محترم احسان الله الفي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .