د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨٥ زیانمنو کورنیو ته ١,٣٥٨,٠٠٠ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې سره په همغږۍ، ددې ولایت په مقر ولسوالۍ کې ٤٨٥ زیانمنو کورنیو ته وروسته له سروې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، چې د یادو مرستو څلورم پړاو وو، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ٢,٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې یاد شمېر کورنیو ته ټولټال ١,٣٥٨,٠٠٠ ( ١ میلیون او ٣٤٨ زره ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره