له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د آسیا لپاره د سرې میاشتي ټولنو او سره صلیبونو د لوی رئیس سره وکتل

نن ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آسیا لپاره د سرې میاشتي ټولنو او سره صلیبونو د لوی رئیس، الیکس زنډر میتیاو سره وکتل.
ترابي صاحب لومړۍ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پر لاسته راوړانو او مشکلاتو ګډ بحث وکړ او یادونه یې وکړه چي په افغانستان کي زیات شمیر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چي په ولایتونو کي معیارۍ ګدامونو ته اړتیا ده او خلګ مو خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلې الکس زنډر، د یادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي تل یې د بشري مرستو په برخه کي زیاته هڅه او همکاري کړي ده او تل یې زیانمنو کورنیو ته مرستي رسولي دي.
ښاغلي الکس زنډر زیاته کړه چي موږ به د یادې ادارې سره خپل پوره همکارۍ وکړو ترڅو په ګډه سره د پېښو مدیریت او دخلګو اساسي اړتیاوو ته ژر رسیدنه وکړو.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره