د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ کسه بندیانو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت د زندانونو چارو د ریاست له غوښتنې سره سم, ۳۰ ماشومانو بندیانو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې د مسؤلینو په شتون کې هر یو بندي ته یوه تخته کمپله او بند خونې ته یو تخته ترپال او د اوبو ۴ سطلونه ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره