د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د یاد ولایت په یفتل ولسوالۍ او مرکز فیض آباد ښار کې ۱۰۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې هرې کورنۍ ته ۷,۸۹۰ افغانۍ د خوراکي توکو پېرلو په موخه ووېشل شوې, چې ټولټال ۷۸۹,۰۰۰ افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
همدارنګه, له دې پروژې څخه د برخه منو لپاره یو روزنیز پروګرام هم ترسره شو ترڅو د خوارځواکۍ د پېژندنې او د هغې د درملنې د لارو چارو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره