د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۸ زیانمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UN-habitat موسسې په مالي همکارۍ، د کابل ښار ۶ او ۱۳ ناحیې اړوند ۲۲۸ کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره