د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٣٢ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Dec 28 2024 9:30 PM
تصویر خبر

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملک سلمان بشردوستانه مرکز په مالي ملاتړ, د ORCD مؤسسې له لارې، ٣٣٢ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله د یاد ولایت په بغلان مرکزي او دوشي ولسوالیو او د پلخمري ښار په ناحیو کې زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته یادو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ملک سلمان بشردوستانه مرکز د استازو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٢١ قلمه غیر خوراکي توکي، چې خېمه، کمپله، پلاستیکي فرش، د اوبو سطل، د اوبو بوشکه او یوه بسته د آشپزخانې وسایل پکې شامل وو, ووېشل شول. 
د یادونې ده چې د ملک سلمان بشردوستانه مرکز، د هېواد په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو سره په همغږۍ، زیانمنو او کډوالو کورنیو ته بشردوستانه مرستې وېشلې دي. 
 ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او د ملک سلمان له بشردوستانه مرکز څخه د مننې ترڅنګ مسؤلینو ته د خیر دعا وکړه.

نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٧
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .