د کندهار ولایت نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزاوه

د زلزله پېژندنې مرکز د راپور له مخې، تیره شپه د سهار درې بجې او نهه دقیقې (۳:۰۹) د ریشتر په کچه ۴.۷ درجې زلزلې د کندهار ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې. د زلزلې مرکز د سپین بولدک ولسوالۍ ۴۱ کیلومترۍ کې شمال ختیځ او د ځمکې لاندې لس کیلومتره ژوروالي کې ثبت شوی دی.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست راپور ورکړی چې له نېکه مرغه د ښار په مرکز او نږدې سیمو کې هیڅ ډول مالي یا ځاني زیان نه دی رامنځته شوی.
خو د سپین بولدک، شورابک او معروف ولسوالیو په اړه لا هم څېړنې روانې دي، او تر دې دمه د دغو سیمو د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. په دې اړه وروستی راپور به د څېړنو له بشپړېدو وروسته وړاندې شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره