د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٥٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، د کابل ولایت په ٤ او ١٧ ناحیه کې ٢٥٠ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره د دریم پړاو ٢٧٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په مجموع کې ۶۷۵،۰۰۰ (۶۷۵ زره) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې له پېښو سره د مارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د اسلامي امارت د قوانینو په چوکاټ کې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ترسره شوې. چې په مجموع کې هرې کورنۍ ته به ٣٢٠ ډالر او یاهم د هغه معادل افغانۍ په ٨ پړاوونو کې ووېشل شي.
د مرستو ترلاسه کوونکو له یادې موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره