د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادگۍ ریاست ۸۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادگۍ ریاست د اکټیډ موسسې په مالي ملاتړ، ۸۰ بېوزله، بې سرپرسته، راستانه شویو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د ولایت مقام، له پېښو سره د مبارزې آمادگۍ ریاست، د اقتصاد ریاست او یادې موسسې د استازو په حضور کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۲,۵۶۰ ( ۲۲ زره او ۵۶۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې چې په ټوله کې ۱,۸۰۴,۸۰۰ (۱ میلیون ۸۰۴ زره او ۸۰۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۸/ ۶/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره