له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د GIS روزنیز پروګرام د دې ادارې او همکارو وزارتونو د تخنیکي کارکونکو لپاره ترسره کړ

rahyab
Sun, Dec 01 2024 4:47 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د آقاخان بنسټ په تخنیکي او مالي همکارۍ، د GIS روزنیز پروګرام د دې ادارې، د انرژۍ او اوبو وزارت، د فواید عامې وزارت، د ښار جوړونې او هستوګنې وزارت، د هوا پېژندنې ادارې او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې اړوند ۳۰ تخنیکي کارکونکو لپاره د دې ادارې په انګړ کې ترسره کړ.
په دې روزنیز پروګرام کې، مولوي محمد عابد نعماني، د دې ادارې د کارکوونکو د چارو رئیس او قاري خوشحال زماني د بیړنیو عملیاتو رئیس هم ګډون وکړ. د دې پروګرام د پرانستلو پر مهال مولوي نعماني د زده‌کړو اهمیت او پر مسلکي کار یې د زده کړو پر اغیز ټینګار وکړ. هغه وویل چې په دې پروګرام کې ګډون د خلکو خدمت ګڼل کېږي او ګډونوال باید په منظم ډول په دې پروګرام کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د دې ادارې او همکارو وزارتونو د کارکونکو د وړتیا لوړولو په موخه د GIS او اړوندو پروګرامونو په برخه کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی او د محترم محمد الیاس له لوري وړاندې کېږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۹
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .