له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې تر منځ د ۱۱۵۹۰۸۸ یو میلون یو لک نهه پنځوس زره اته اتیا ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Mon, Nov 25 2024 4:35 PM
news image

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې درئیس محمود خان رحماني سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې رئیس  ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته بیلابیلي مرستي رسول کیږي او دیادي موسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی ځانګړي مننه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید جاري وساتي ترڅو اولس مو دخدماتو څخه برخمن سي 
او زیاته کړل چي دټولو موسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزی او وقایی په برخه کي لازمي همکارۍ وکړي 
دیادي مؤسیسې رئیس محمود رحماني   له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړل چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او د یادې ادارې دټول کار ټیم څخه یې مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دیادي ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او نړیوال سازمانونه د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندې مرسته وکړي.
دیادوني وړه ده چي یاده موسسه د ۱۱۵۹۰۸۸ یو میلون یو لک نهه پنځوس زره اته اتیا ډالرو په  د ۱۵۵۶۰ کورنیو سروې کوي او زیانمني کورنۍ انتخابوي چي ورسته چی هره کورنۍ ته ۱۵۸.۳۰ امریکایی ډالر یا د هغه معادل افغانۍ ورکوي چی د هرات په ولایت کي ۴۸۳۶ کورنۍ، د فراه په ولایت کي ۳۱۱۲ کورنۍ، د غور په ولایت کي ۴۵۰۰ کورنۍ او د بادغیس په ولایت کي ۳۱۱۲ کورنۍ په نظر کي نیول شوي دي.

۲— د ۸۰۰۰ زیانمنو کورنیو سروې کوي چی هره کورنی ۲۰۰ امریکایی ډالر یا د هغه معادل افغانۍ ورکوي چي  د هرات په ولایت کي ۲۰۰۰ کورنۍ، د فراه په ولایت کي ۱۵۰۰ کورنۍ، د غور په ولایت کي ۲۲۵۰ کورنۍ او د بادغیس په ولایت کي ۲۲۵۰ کورني په نظر کي نیول شوي دي. 

۳— د ۳۵۶۰ کورنیو سروې کوي  چي هري کورنۍ ته یوه ښځینه صحی بسته ورکړي  چی د هرات په ولایت کي ۱۵۰۰ کورنۍ، د فراه په ولایت کي ۶۶۰ کورنۍ، د غور په ولایت کي ۷۰۰ کورنۍ او د بادغیس په ولایت کي ۷۰۰ کورنۍ په نظر کي نیول شوي دي 
نوټ : د یادوني وړ ده چي د سروي او زیانمنو کورنیو انتخابول د رازي مؤسیسي لخوا کیږي او نغدي او غیرنغدی پیسې به  (د هلب جرمنی موسسي) لخوا ورکړل سي

نیته: ۱۴۴۶/۵/۲۳ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره 

Latest news

Mon, Apr 21 2025 7:14 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA Visits Torkham Camp, Emphasizes Expediting Work

Today, in morning, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mulla Nooruddin Turabi, visited and inspected the progress of the committees tasked with. . .

Mon, Apr 21 2025 5:55 PM
Background image

Kazakhstan Delivers 3.5 Tons of Medicines and Primary Healthcare Aid to Afghanistan National Disaster Management Authority 

Today, in morning, the Republic of Kazakhstan delivered 3.5 tons of medicines and primary healthcare aid to Afghanistan National Disaster Management Authority  through Kabul. . .

Mon, Apr 21 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan National Disaster Management Authority's Acting Head Receives Reports from 17 Working Committees at Torkham Refugee Camp

Today, on Monday, at 5:30 AM, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mulla Nooruddin Turabi, held a meeting at the Torkham refugee camp,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .