له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د DRC مؤسیسې د سرپرست رئیسي سره وکتل

rahyab
Mon, Nov 25 2024 3:59 PM
تصویر خبر

نن ورځ دو شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د DRC مؤسیسې د  سرپرست رئیسي  اغلی هانا او راغلې پلاوي سره  په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي د DRC پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي DRC مؤسیسې  تل زموږ سره دماین پاکۍ او  په اړندو برخو کي مرستي کړي دي موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او په راتلونکي  کی یی هم پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
 ترابی صاحب  وویل چي موږ غواړو چي ستاسو په همکارۍ د کابل  په ښار کي ۵۱ عدد هغه خطرناکه ډبري چي  په سلګونو  کورونه یی تر تهدید لاندي  نیولي دي او دخطر تر ګواښ  لاندی دی  نو موږ  غواړو چي دا ډبري ستاسو دموسسی په توسط په خوندي ډول دمنځه یوسو ترڅو خلګ دځاني او مالي زیان څخه وژغورل سي او په ارامه ژوند وکړي.
د DRC مؤسیسې سرپرست رئیسي هانا له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه چي موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره په طبعي او غیر طبعي پیښو کي زیاته همکاري کړي ده او موږ به تل هڅه کوو چي ددې ادارې سره همکاره پاته سو.
هانا زیاته کړه  چی تاسو   موږ ته  د هغو  خطرناکو ډبرو  لوکیشن  او عکسونه راولیږي چي تر خطر لاندي دي  ترڅو     زموږ تخنیکي ټیم یی هم سروې کړي  او هڅه به وکړو چي دا ډبري دمنځه ویوسو ترڅو خلګ او کورونه دخطر څخه په امن کي سي. 

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۳ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .