له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د (۷۱۵۵۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې
نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق او دپروژو مدیران همایون شیرزاد او نعمت الله وثیق سره وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو چی په هر ولایت کې چې مؤسیسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه لا نوره هم برابره کړو.
او موږ خپلو ټولو ولایتي رئیسانو ته لارښوونه کړې ده چې له مؤسیسو سره هر نوع همکاري وکړي ترڅو د هغوی ستونزې پر وخت حل سي.
ورسته د افغان ایډ مؤسیسې دپروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق له مؤسیسو سره ددې ادارې د پوره همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته د۴۳ کالو راهیسي په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره کار کوي او هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د لومړۍ تفاهم نامې له مخې به د۶۴۲۳۷۹ ډالرو په ارزښت په غور ولایت فیروزکو،دولت یار، چهار صده، دولینه او شهرک په ولسوالیو کي ۱۷۵۲ زیانمنو کورنیو ته د دسون توکو او ګرمونکو جامو لپاره ۲۰۰ نغدي ډالره ورکول کیږي د۱۷۵۲ کورنیو له جملې څخه ۷۳۲ کورنیو ته دژمینو ګرمو جامو د رانیولو لپاره هري کورنۍ ته ۷۴ نغدي ډالره ورکول کیږي او ۷۳۲ کورنیو ته د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ تختي کمپلي ورکول کیږي.
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۷۳۱۴۰ ډالرو په ارزښت په سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کي ۱۴۷ کورنیو ته دژمنيو بستو ویشل چي پکښی ۵ تختې کمپلې چی ۴ داني دوه کیلویی او ۱ دانه څلور کیلویی دي، دوه دانې د نارینه پټوان، دوه دانی ښځینه شالونه، ۵ دانې د ماشومانو جاکټونه، ١٢ جوړې جورابې، ۴ جوړې دستکشې، دوه دانې نارینه جاکټونه، ۴ دانې د ماشومانو خولی ګانې، دوې جوړې نارینه بوټونه، ۴ جوړې د ماشومانو بوټونه او د ٢٠٠ امریکایي ډالرو په ارزښت د سوند لرګي شامل دي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره