له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د ایمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس او مل پلاوي سره ناسته وکړه

rahyab
Thu, Nov 21 2024 1:13 PM
news image

 نن ورځ پنج شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس محمد بیلو او تخنیکي پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وویل چې افغانستان هغه هیواد دی چي د طبعي او غیر طبعي پیښو له ګواښ سره مخ دی او موږ غواړو چي دوقایوي پروژو په برخه کي ډیر کار وکړو ځکه وقایه کولای شي چي په لږ مصرف خلګ د ډیر زیان څخه وژغوري.
 ترابي صاحب وویل چي په ۳۴ ولایتونو کي موږ د خطر نقطې معلومي کړي دي او غواړو چي په خپل وخت کي د خطرونو مخنیوۍ وکړو ترڅو خلګو ته زیان ونه رسیږي همداراز ده وویل چي یوازي د کابل ولایت په ښار کي ۷۴ خطرناکه ډبري وجود لري چی په سلګونو کورونه یی تر تحدید لاندي دي چي باید  ژر تر ژره په خوندي ډول دهغو مخه ونیول سي.او په خوندی توګه ماتي سي ترڅو تر خطر لاندي کورونه یی د تحدید څخه وساتل سي.
 وروسته د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې رئیس محمد بیلو دیادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه چي تر بل هر وخت اوس مؤسیسې غواړي چي دیادې ادارې سره همکاري وکړي او موږ هم غواړو چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري وکړو.
همدازار محمد بیلو وویل چي یاده مؤسیسه په ۲۰۱۰ کال کي فعالیت پیل کړی دی چي د معلوماتو دمدیریت او د پیښو خطرونو کمولو په برخه کي کار کوي.
 دغونډي په ورستیو کي  پر بيړنيو حالاتو او بيړنيو پروژو باندی  د اړیکو پر ساتلو ټینګار وسو.

۱۴۴۶/۵/۱۹  هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

Latest news

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .