د رفک کانال بند د تحکیماتي پروژې څخه په فرخار کې څارنه وشوه
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د اړوندو ریاستونو له انجنیرانو سره یو ځای، د فرخار ولسوالۍ د رفک کانال بند د تحکیماتي پروژې څارنه وکړه.
په دې څارنه کې د ځاینتونو ترمنځ ۴۰ څخه تر ۴۵ سانتيمتره لوړوالي توپیر وموندل شو. قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې اچول شوی کانکریټ ژر تر ژره لرې کړي، تهداب د نقشې مطابق تر ۲.۵ مترو پورې وکیندل شي، د تهداب اوبه په بشپړ ډول وچې شي، او د مشخصاتو سره سم بېرته قالببندي او کانکریټ اچول ترسره کړي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره