د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو له ۷۰ کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
Wed, Nov 13 2024 4:23 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیک له مخې، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د RRDPO موسسې په تخنیکي همکاري او د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ۷۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یاد شمېر کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د RRDPO موسسې استازو په شتون کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دالنخود، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي مواد PLW ووېشل شول.
 
د مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د (WFP) موسسې څخه مننه وکړه چې پر وخت یې هغوی ته مرستې ورسولې. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .