له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او GP نړیوالي همکاري مؤسسې ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ دو شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د GP د مؤسیسې درئیسي کورا بیټنګ او داړیکو مسؤل محمد عابد طیب سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یی ورڅخه وکړل چي په سختو شرایطو کي دخلګو لاسنیوۍ کوي او مرسته ورسره کوي.
همداراز یی زیاته کړل چي مؤسیسات باید دژمي په رارسیدو سره خپلي مرستي زیاتي او دوامداره کړي ترڅو زیانمني کورنۍ پر وخت دمرستو څخه برخمني سي.
د GP مؤسیسې رئیسي کورا بیټنګ د یادي ادارې د سرپرست دکارونو څخه زیاته خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي موږ به تل هڅه کوو چي زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسیدنه وکړو او مرستي ورسره وکړو.
۵۰ د یادوني وړ ده چي یاده مؤسسه د ۵۹۱۰۰ ډالرو په ارزښت دغور ولایت په مرکز کي ۷۰۷ کورنیو ته غذایی مواد ویشي چي هري کورنۍ ته به یوه بورۍ اوړه کیلو، یو پارسل ۲۰ کیلو وریجی،۵ پنځه لیټره غوړي، او ۷ کیلو نخود ورکول کیږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره