د پکتیکا ولایت له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ریاست اور لګیدني ته پر وخت رسیدنه وکړه
دپکتیکا ولایت مرکز اړوند د واکنش قطعي هماهنګي کې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجي د ګاز ډبي له امله اور لګیدنه رامنځته شوي چي د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې امادګي ریاست او اطفایی امریت له لوري پر وخت رسېدګي ورته وشوه تر ۱۲ بجو پوري اور مهار شو چې يو دانه مبايل، توشکي، اسناد او کمپلي پکي سوځیدلي چې مجموعی ۲۰۰۰۰۰افغانيو په ارزښت مالي تاوان ورته اوښتی خو کوم ځاني تاوان نلري او همدارنګه د ۳۰۰۰۰۰۰ درۍ میلیونه افغانیو په ارزښت نور سامان الآت ژغورل شوي دي.
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۰ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره