په لغمان ولایت کې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله د شهیدانو وارثینو سره نقدي مرسته وسوي
د افغانستان اسلامي امارت د رئیسالوزراء د حکم پر بنست او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، له ۳۶ تنو شهیدانو وارثینو سره په لغمان ولایت کې نقدي مرسته وسوه.
دغه مرستې د لغمان ولایت والي، محترم الشیخ شیراحمد حقاني، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري خیرمحمد غازي او نورو محلی چارواکو په شتون کې ترسره شوې، چې د هر شهید وارث ته ۴۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د ویش پر مهال، د ولایت والي د شهیدانو کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي وکړه او ولایتي ادارې ته یې وویل چې د نورو زیانمنو کورنیو لپاره هم د ورته مرستو زمینه برابره کړي.
۱۴۴۶/۴/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره