له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او میهن د ځوانانو ټولنیزي موسسې تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو 

rahyab
Wed, Oct 09 2024 4:55 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پیښو سره د مبارزې امادګي ملي ادارې  سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي او د میهن د ځوانانو ټولنیزې موسسې مرستیال ابراهیم سحر د اړیکو مسؤل ذبیح الله صافی او د پروګرامونو مسؤل سمیع الدین عمار سره ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
ترابي صاحب د میهن د ځوانانو ټولنیزي موسسې راغلي پلاوي ته په ښه راغلاست سره ووېل چي، موسسې نه یوازي د ماین پاکۍ بلکي په هره برخه کې افغان ولس ته عامه پوهاوۍ ورکړی ترڅو د پېښو خطرونو څخه وژغورل شي.
همدارنګه ترابي صاحب وویل په هر ولایت کي چې مؤسسې خلکو ته عامه پوهاوۍ، د مرستو وېش، سروې، او یاهم نوري مرستي  ورسره کوي او موږ ورسره د دولت په اصولو او چوکاټ کي پوره همکاره یو او د یادې ادارې ریاستونه په هر ولایت کي شتون لري. 
د میهن د ځوانانو مؤسسې مرستیال ابراهیم سحر وویل چي، ۲ کاله کیږي چي یادي مؤسسې فعالیت پیل کړی دی او د ۱۷۷،۱۶۰ امریکایي ډالرو په ارزښت په لغمان او ننګرهار کي د چاودیدونکو توکو څخه د ژغورلو په موخه ۶۵۲۰۰ کسانو ته به عامه پوهاوۍ ورکړل شي.
په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. 

نېټه: ۷/۴/۱۴۴۶ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .