له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ټرسټ نړیوالې موسسې د ګډو همکاريو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل 

rahyab
Tue, Oct 08 2024 4:31 PM
news image

نن سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي او د هیلو ټرسټ نړیوالې موسسې مسؤل ډاکټر فرید احمد همایون ترمنځ د ګډو همکاريو درې مهم هوکړه لیکونه لاسلیک شول. 
محترم الحاج نورالدین ترابي د هیلو ټرسټ موسسې پلاوي ته په ښه راغلاست سره زیاته کړه چې، موږ موسسو ته بلنه ورکوو، هغوی هڅوو او آسانتیاوې ورته برابروو او په هر ولایت کې چې هغوی خپلې پروژې پلي کوي، له هغوی ملاتړ کوو او د هغوی هوکړه لیکونه په مناسب وخت کې لاسلیک کوو. 
له هغه وروسته د هیلو ټرسټ موسسې مسؤل ډاکټر فرید احمد همایون په مناسب وخت کې د هغوی د کارونو ترسره کولو په پار له ترابي صاحب څخه مننه وکړه او خوښۍ یې څرګنده کړه چې د پخوا په پرتله زموږ کارونه چټک شوې دي. 
لومړۍ هوکړه لیک په هلمند ولایت کې ۱،۳۳۳،۳۱ متر مربع په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې ځمکې پاکولو، د ماینونو او ناچاوده توکو خطرونو په اړه ۷۵۹ پوهاوي ورکشاپونو ترسره کولو، د بشري امنیت او د ژوند زمینې برابرولو په برخه کې د ۱،۴۲۵،۰۰۰ (۱ میلیون ۴۲۵ زره) امریکایي ډالرو په ارزښت پلي کېږي. 
دویم هوکړه لیک په میدان وردګ، غزني، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، فراه، غور، فاریاب، بلخ، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۱۰ میلیون متر مربع تر ګواښ لاندې سیمو د پاکولو په برخه کې د ۹،۶۸۴،۰۰۰ (۹ میلیونه، ۶۸۴ زره) امریکایي ډالرو په ارزښت پلي کېږي. 
درېیم هوکړه لیک په ۳۴ ولایاتو کې د ۷۵ ټنه ناچاوده توکو له منځه وړلو، د ماینونو خطرونو په اړه د ۳۲۰ ورکشاپونو ترسره کولو چې ۶۸۹۰ نارینه، ښځې او ماشومان په مستقیم ډول ترینه ګټه اخلي، د ۱،۱۲۵،۰۰۰ (۱ میلیون او ۱۲۵ زره) امریکایي ډالرو په ارزښت پلي کېږي. 

نېټه: ۶/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .