په کندز ولایت کې ۳۰۶۴ اړمنو کورنیو سره ۸ میلیونه ۵۷۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ مرسته وشوه

نن ورځ یک شنبه، د کندز ولایت دشت ارچي او چهاردره ولسوالیو اړوند ۳۰۶۴ اړمنو کورنیو ته د لومړي قسط نغدي مرستو لړۍ پای ته ورسېده.
دغه پروژه په څلورو پړاوونو کې د ARWEO موسسې لخوا د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکاري له کره سروې وروسته پلي شوه.
د یادونې وړ ده چې، د دې مرستو په لومړني قسط کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۵۳۲ کورنیو او په چهاردره ولسوالۍ کې ۱۵۳۲ کورنیو ته ۲۸۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې، چې په مجموع کې ۸ میلیون ۵۷۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ کيږي.
نېټه: ۳/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره