۳۳۵ زیانمنې کورنۍ په ارزګان ولایت کې له خوراکي مرستو برخه منې شوې
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مرکز ترینکوټ او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۳۵ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو او طوفانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او سولرونه ویجاړ شوې و, له سروې وروسته د یاد ریاست مشر حاجی ملا عبدالله خالد په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې او ۵ لیټره غوړي ترلاسه کړل.
۱۴۴۶/۰۳/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره