له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست او د هیلوترست  THT نړیوالي مؤسسې ترمنځ تفاهم‌نامه لاسلیک سوه

tamim_azimi
Wed, Sep 18 2024 12:12 PM
news image

نن ورځ سې شنبه له غرمي ورسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې دهیلوټرسټ نړیوالي مؤسسې د خارجي روابطو مسؤل الهام الله مصطفی سره ولیدل او په لوګر ولایت کې د دې مؤسسې د ماین پاکولو پروژې د پلي کولو په اړه یې خبرې وکړې.  
ترابي صاحب  په خپلو خبرو کې دهیلو ټرسټ نړیوالي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي موږ مؤسسې را دعوتوو، تشویقوو یې، سهولتونه ورته برابروو، او په هر ولایت کې چې دوی خپلې پروژې پلي کوي، ملاتړ یې کوو او د هغوی تفاهم‌نامي پر خپل وخت لاسلیکوو.
ورسته دهیلو ټرسټ نړیوالي مؤسیسې دخارجي روابطو مسؤل الهام الله مصطفی دترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي پر وخت یی کارونه ورته خلاص کړه او خوښي وښوده چي ترپخوا زموږ په کارونه کي چټکتیا راغلي ده.
دیادوني وړ ده چي یاده موسیسه په لوګر ولایت کي د ۵۰۰۰۰  ډالرو په ارزښت ۵۸۶۳۷۲ متره مربع ځمکه له جګړي څخه دپاته سو ناچاودو ماینونو او توکو پاکول دي چي یاده پروژه به په ۵ میاشتو کي بشپړه سي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۳ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې آماده ګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .