په خوست ولایت کې د جګړې له امله ۱۸۲ بېځایه سویو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل سوې
خوست- دبیع الاول ۶-۱۴۴۶
د خوست له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ملي ادارې ریاست, د یاد ولایت اړوند ۱۸۲ کورنیو ته چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو او پاکستاني پوځ ترمنځ د دې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د وروستۍ جګړې له امله بېځایه سوې وې, بېړنۍ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې چې یادې ولسوالۍ ته لېږدول سوې وې, هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, ۵ لیټره غوړي او له یادې جملې ۷۲ کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ ۱ باب خیمه هم ووېشل سوه.