له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UN-OCHA) له عمومي رئیس سره وکتل

tamim_azimi
Wed, Aug 28 2024 6:09 PM
news image

کابل-۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار په خپل کارې دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UN-OCHA) له عمومي رئیسې اغلې ازابیل مورساد کارلسن سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې چې د هېواد د پېښو د مدیریت او اغېزمنو خلکو د رسیدګي په اړه بحث وسو، ښاغلې ترابي صاحب وویل چې موږ د پېښو د مدیریت په برخه کې د خلکو د اړتیاوو یولېست ترتیب کړی دی. په دې کې د پېښو اغېزمنو خلګو ته عاجله رسېدنه، د مرکزي او ولایتي دفترونو په اړینو وسایلو سمبالول او د پېښو له خطرونو څخه د مخنیوي پروژو پلي کول شامل دي.ښاغلې ترابي صاحب له اغلې ازابیل څخه غوښتنه وکړه چې د خپلې کاري پالیسۍ سره سم په دې اړتیاوو کې همکاري وکړي. 
هغه همدا راز یادونه وکړه چې د کندهار په څو ولسوالیو کې سختو طوفانونو د زراعتي ځمکو او کورونو ترڅنګ، له ۵۰۰۰ څخه زیات سولرونه له منځه وړي دي او له هغې څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې اغلې ازابیل وویل چې اوچا دفتر یوه همغږه کوونکې اداره ده او د  هغه بېلابېلوسکتورونو سره همغږي لرې چې په بشردوستانه چارو کې کار کوي. اغلې ازابیل مورساد زیاته کړه چې د کندهار د طوفان په اړه یې یو راپور ترتیب کړی او هغه یې هغو نیمه پرمختیایي سکتورونو ته استولې دې  چې له دوی سره همکاري کوې، ترڅو هغوی د دې پېښې اغېزمنو خلګو سره د مرستې په برخه کې اقدام وکړي.
اغلې ازابیل خپل کاري پلانونه هم له ادارې مقام سره شریک کړل او وویل چې موږ د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پلانونه جوړوو او خپلې مرستې ترسره کوو. زموږ هڅه دا ده چې خپلې همغږۍ تر ولسوالیو پورې پراخه کړو.
په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو اړیکو او په راتلونکو برنامو کې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ژمنه وکړه چې موسسو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی کارونه به پر وخت ترسره کړئ.

News image

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .