پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې سرپرست له سېلاب ځپلې سیمي دشت برچي څخه لیدنه وکړه او له زیانمنو سوې کسانو سره ئې مرسته وکړه

tamim_azimi
Thu, Aug 22 2024 11:17 AM
تصویر خبر

‎کابل، ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۶
‎ نن سهار پېښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د کابل ښار ده ۱۳مې ناحیې په دشت برچي سیمه کې له سېلاب ځپلو څخه لیدنه وکړه او له زیانمنو سوې کسانو سره ئې د زړه سوي څرګندونې وکړی او د هغوې لپاره ئې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
‎محترم ترابي صاحب د دې مرستې د وېش پر مهال له زیانمنو کسانو سره د خواخوږۍ څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې په ډېرو ولایتونو کې سېلابونو خلګو ته زیان رسولې دی او د ټول هېواد په کچه سروې او ارزونه روانه ده، نن د دشت برچي په سیمه کې له هغه ۶۶ کورنیو سره د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرسته وسوه چې کورونه یې ویجاړ سوې دې او لا هم په نورو سیمو  کې سروې جریان لري چې تر بشپړیدو وروسته به زیانمنو سوی کسانو ته مرستې ورکول کیږې .
‎د یادي ادارې سرپرست وویل هغه کورونه چې  په بشپړ ډول ویجاړ سوی، د خوراکي توکو ترڅنګ یو یو باب  خیمه هم ورته ورکول کیږې .
‎ ترابي صاحب له بشري موسسو څخه هم غوښتنه وکړه چې هره موسسه دې په خپل اړونده برخه کې له سېلاب ځپلو کسانو سره مرستې وکړئی .
‎دا هم باید وویل شي چې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، یو کارتن شیدې او ۴ تختی کمپلې هرې کورنۍ ته ورکول سولی او د بشپړ ویجاړ کورونو لپاره هم یو یو  باب خیمه ووېشل شوه.
‎په همدې حال کې د دې مرستو ترلاسه کوونکو له پیښو ته د چمتووالی او رسیدنې ملی ادارې څخه مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه ئی هم وکړه.

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .