د سپین بولدک ولسوالۍ اورلګېدنې له امله زیانمنو ته د رسېدنې په اړه غونډه ترسره شوه

rahyab
Mon, Jul 29 2024 8:43 AM
تصویر خبر

نن او تېره ورځ د محرم الحرام په ۲۱ او ۲۲ نېټه د ریاست الوزراء له هدایت سره سم د د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د سرپرست په دفتر کې د بولدک منډی د مشکلاتو د حل په منظور یوه غونډه وشوه چی، په ترکیب کې یې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی، د ریاست الوزراء محترم مقام د دفتر عمومی رییس الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع، د سوداګری وزارت معین مولوی احمدالله زاهد، داطفائې عمومی ریس حافظ نورالله، د مرکزي سوداګرۍ خونې استازو هر یو محترم خان جان الکوزی او حاجی ضیاءالدین شتون درلود په غونډه کی په متفرقه ډول او په نوبت واره ډول نظرونه وړاندې شول.
دغه غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، او له سیمې څخه د کره سروې، د اورلګېدنې څخه زیانمنو ته د رسېدنې، له سوداګرو او خییرو څخه د مرستو را جلبولو، د سوداګري په مرکزونو او هستوګنځایونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو، د احتمالي خطرونو پر وړاندې احتیاطي تدابیرو نیولو او د سوداګري مرکزونو لپاره په ماسټر پلان کې د اورلګېدنې پر وړاندې د اړینو تدابیرو نیولو په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه پر ملي سوداګرو هم غږ وشو چې په دې برخه کې له زیانمنو سره مرسته وکړي او په غونډه کې ټول موضوعات چې پرې خبرې وشوې، په کتبي ډول د ریاست الوزرا له محترم مقام سره شریک شي.

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .