په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې له رییس سره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست لیدنه

rahyab
Sun, Jul 28 2024 3:44 PM
تصویر خبر

کابل- د محرم الحرام ۲۲-۱۴۴۶
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نن سهار په خپل کاري دفتر کې له محترم نعمت الله کریمي په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې ریس سره وکتل او د پېښو مدیریت او پر ګډو همکاریو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د پېښو پر وړاندې د چمتتوالي ملي ادارې سرپرست، د دې ترڅنګ چې د ادارې د کارکونکو لپاره یې د یو مشخص یونیفورم پر جوړولو خبرې وکړې او د پېښو خطرونو کمولو په برخه کې یې عامه پوهاوی زیات مهم وباله او ویې وېل چې، وقایوي پروژې د سېلابونو په مهارولو کې د استنادي دیوالونو په څېر مهم رول لوبوي.
محترم ترابي صاحب وقایه د رسېدنې په پرتله کم مصرفه او ارزانه وباله او زیاته یې کړه چې، موږ هڅه کوو ترڅو په دې برخه کې لا زیات کار وکړو او همدارنګه له سرې میاشتې یې په دې برخه کې د همکاري غوښتنه هم وکړه.
همدارنګه د ترکیې د سرې میاشتې رییس، د ځاني او مالي زیانونو د کمولو په برخه کې د عامه پوهاوي مسلکي ټیمونواو د ژغورنې او لټون لپاره د چمتو ټیمونو شتون زیات مهم وباله، او وې وېل چې موږ له هانګ کانګ سره پر یوې ګډې طرحې کار کوو چې د سېندونو پر غاړه داسې د سنسور سیسټم نصب کړو چې د سېلابوو راوتلو او د اوبو د کچې لوړېدو په برخه کې د پېښې رامنځته کېدو څخه وړاندې خبر راکوي.
ښاغلي کریمي ووېل چې، د ترکیې سره میاشت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سره د پېښې رامنځته کېدو په وخت کې د خیمو او ګرمې ډوډۍ په برخه کې همکاري ته چمتو دی, او ژمنه یې وکړه چې هر کله د ترکیې هیواد د افاد ادارې لخوا مرستې موږ ته سپارل کېږي نو د پېښو پر واړندې د چمتووالي ملي ادارې له لوري به مستحقینو ته وېشل کېږي.
news imagenews image

 

news image

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .