په کونړ ولایت کې ۸.۹ میلیون متر مربع په ماینونو او ناچاوده توکو ککړه ځمکه پاکه او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ- د چنګاښ ۲۰-۱۴۰۳
د اومر ماین پاکي موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په خاص کونړ، اسعدآباد، شیګل، شلتن او مرورې ولسوالیو کې ۸.۹ میلیون متر مربع په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړې ځمکې پاکولو چارې بشپړې او خلکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې غونډه کې چې محترم مولوي عبدالله حقاني د کونړ ولایت مرستیال والي، محترم قاري ثابت الله د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، د ولایت مرستیال د ماین پاکي د دغه پروګرام له بشپړېدو یې ستاینه وکړه او ویې وېل: چې په دې ولایت کې د ماین پاکي له پروګرامونو هر اړخېزه ملاتړ کوو او د دې ولسوالیو خلک اوس کولاۍ شي چې له پاکې شوې ځمکې ګټه واخلي.
همدارنګه د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په خپلو خبرو کې ووېل: چې په راتلونکې کې به هم د کونړ ولایت په نورو ولسوالیو کې په ماینونو او ناچاوده توکو ککړو ځمکو د پاکولو لپاره زمینه برابره کړو.
