۴۰۰ زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ترسره شوې
کونړ- د کب ۱۷مه-۱۴۰۲
د AHF موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز او وټه پور ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ امریکایي ډالرو نغدي مرستې ووېشل شوې.
