د وزارت مخترم مقام د تفاهم نامی په اساس ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست په هلو ځلو ۲۰ کورنیو ته خوراکي او د غیر خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.

ننګرهار ، شنبه 7 شعبان 1445 هـــ ق
د لید پراختیايي محترمي مؤسسي د وزارت مقام د هدایت او د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي ریاست سره په همغږي شلو (۲۰) کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد چي هري کورني ته ۱۲ کیلو ګرامه نري وریجي، ۳.۵ کیلو ګرامه لوبیا، ۳.۵ کیلو ګرامه بوره، ۳.۵ کیلو ګرامه مکرونی، ۰.۵ کیلو ګرامه شین چاي، یوه قطعي ۱ کیلو ګرامه روب، ۵ لیتره غوړي، ۱ بسته مالګه، ۱ ښځینه جاکټ، ۱ ښځینه جامپر، ۳ د ماشومانو جاکټونه، ۳ د ماشومانو جمپرونه، ۳ جوړي د ماشومانو بوټان او جورابي په توزیع شویو موادو کي شامل ؤ.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي ددوي سره يي د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستو زمینه مساعده کړه.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه.