۴۴۶ مستحقو او بېوزله کورنیو سره په بغلان ولایت کې خوراکي او نغدي مرستې ترسره شوې

بغلان- د سلواغه ۱۱مه-۱۴۰۱
د هستوګنې لپاره د آغان خان موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۴۶ مستحقو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته، خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې ۲۲۳ کورنیو ته ۱۱۸۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته او ۲۲۳ نورو کورنیو ته ۴ بورۍ اوړه، ۱۶ لیټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا او پاکټ مالګه هرې کورنۍ ته ووېشل شول.