۲۲۰ زره افغانۍ د ۱۱ شهیدانو وارثینو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د سلواغه ۱- ۱۴۰۲
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مقام د حکم پر بنسټ په یاد ولایت کې د ۱۱ شهیدانو وارثینو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي پېښو له امله شهیدان شوي وو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.