۱ میلیون او ۹ زره او ۸۰۰ افغاني په ننګرهار ولایت کې ۱۷۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ووېشل شوې

ننګرهار- د غبرګولي ۲۷مه-۱۴۰۲
د RRAA موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۷۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۹ زره او ۸۰۰ افغاني ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې ۱۶۰ عادي کاریګرو ته ورځنۍ ۴۰۰ افغانۍ د هر کاریګر لپاره، ۹ مسلکي کاریګرو ته ورځنۍ ۷۰۰ افغانۍ د هر کاریګر لپاره او ۸ سرکاریګرو ته ورځنۍ ۸۰۰ افغانۍ د هر کاریګر لپاره په پام کې نیول شوي وې.
